کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٧
پنځه تنه ماين ښخوونکي نن سهار په غزني ولايت کې د خپل ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: دغه پيښه نن سهار په څلورو بجو او ديرشو دقيقو هغه وخت رامنځته شوه چې دغه پنځه کسيزه ډله تروريستان د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ په سړک د ماين په ښخولو بوخت و چې د خپل ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
ديادونې وړ ده: د افغانستان دملي پوليسو ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتونوکې د لغمان ، پکتيا او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ٢٨ ماينونه چې د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو له خوا د ورانکارو او تروريستي بريدونو د ترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى کړى شوي و؛ کشف او شڼد کړل.
2 1 دقیقه لوستل