امنیت

پنځه تنه ماشومان ټپيان شول

ترينکوټ باختردليندۍ دمياشتې٨  نيټه  :
پنځه تنه ماشومان د روزګان ولايت د چورې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د هاوان  د  يوې سرګلولې د چاودنې له امله ټپيان شول.
د چورې ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى نعمت الله وويل چې دغو ماشومانو د هاوان له سرګلولې سره لوبې کولې چې چاودنه وشوه او ټپيان شول.
د روزګان د ولايتي روغتون مسوول ډاکتر امين الله توخي وويل: د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى او ډاکتران د هغو د ژغورنې لپاره هلې ځلې کوي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته