امنیت

پنځه تنه له نشه يي توکو سره په کندز کې ونیول شول

 کابل/ د چنګاښ ٢٦ مه / باختر
پنځه تنه پرون په کندز کې له څه نا څه ٢ زره نشه کوونکو تابلیتونو او یوه اندازه ښېښه ډوله نشه يي توکو سره ونیول.
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري باخترآژانس ته وویل چې د دغې قوماندانۍ منسوبینو٣ تنه له څه نا څه ٢ زره نشه کوونکو توکو او یو کیلو نهه سوه ګرامه ښېښې سره چې د یو پاسو ډوله موټر په واسطه له هلمند څخه کندز ښارته لېږدول کيدل، د کندز د علي آباد ولسوالۍ د کیسې توپک په کمربند کې ونیول شول.
دغه راز د کندز پولیسو ٢ تنه چې ۸۵ هیرویین ډوله کپسولونه یې خوړلي وو او غوښتل يې له بدخشان څخه يې کندز ته ولېږدوي د کندز په مرکز انګورباغ  کمربند کې ونیول.
ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته