خبرونهامنیت

پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور په تور ونيول شول

– کابل/ د غوايي٢٢مه/ باختر                   

د هرات د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او پېر په تور نیول شوي دي.

د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ دغه کسان  د ښار په بيلابيلو سيمو کې د نشه يي توکو د پلور او پير پر مهال نیول شوي دي.

د هرات يو امنيتي خبر ځاى باختر آژانس ته وويل چې له نيول شويو کسانو څخه  څه ناڅه ٤ کيلو ګرامه  هيروئين، اپين او ښيښه هم ترلاسه شوي دي.

نيول شويو کسانو د پوليسو په لومړنيو تحقيقاتو کې  په هرات کې د نشه يي توکو په  پېر او پلور اعتراف کړى دى.

\  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته