۳۷- کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو نن په جلاجلا عملياتو کې پنځه تنه له درېيو ولايتونو څخه د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونيول.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين د باختر آژانس خبريال ته وويل چې نيول شوي کسان له کابل، هرات او هلمند څخه د چرسو او هېروئينو د قاچاقو په اړوند نيول شوي دي.
پاى \ ذ
5 د یوې دقیقې څخه لږ