امنیت

پنځه تنه دغلا په تور په کابل کې ونيول شول.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
پوليسو يو تن د موټر دغلا کولو په  تور پرون   ونيوه .
د  کابل ولايت دامنيې قوماندانې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په نيول شوي سړي ديز ډينا موټر دغلا تور لګول شوى چې غوښتل يې هغه دلوګر ولايت ته وليږدوي له موټر سره دپوليسو له خوا ونيول شو.
نيول شوي سړي دلومړني  تحقيقاتو په بهير کې په خپل جرم اعتراف کړى او  ويلي يې دي  چې څه   موده مخکې يې دوه نور موټرونه  هم غلا کړي  وو.
ديوبل خبر له مخې : 
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون څلور تنه دغلا په تور ونيول.
په نيول شويو کسانو دلرګيو او ګاډر  دغلا تور لګول شوى دى چې دپوليسو له   خوا د کابل ښار د اوولسمې حوزې په ساحه کې ونيول شول.
دغه راز پوليس يو تن د کابل ښار دويمې ناحيې په  اندرابيوکوڅه کې دنشه يي توکو دپلورنې په تور  ونيوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته