امنیت

پنځه تنه تښتول شوي ماشومان ازاد شول .

کابل باختر د لړم  دولسمه :
دزابل ولايت  مسوولان وايي دطالبانو له خواپنځه تنه تښتول شوي ماشومان پرون ددوى له منګولو  څخه ازاد شول .
دزابل دوالي وياند ګل اقا سيال دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ماشومان له نهو تر لسو کلونو پورې عمر درلود .
ټاکل شوې  وه وسله والو طالبانو له دوى څخه په تروريستي او ځانمرګو عملياتو کې استفاده وکړي .
ده وويل په هغو عملياتو کې چې ددغو ماشومانو دازادولو لپاره ترسره شول وسله والوطالبانو ته هم زيان اوښتى دى .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته