امنیت

پنځه تنه تروريستان په پاکستان کې ونيول شول

 اسلام اباد ايرنا  / باختر د لړم  دمياشتې  ١

د پاکستان پوليسو  د لښکر جهنګوي د ډلې د پنځو تنو تروريستو  غړو  د نيولو خبر ورکړ .

دپاکستاني مامورينو دڅرګندونوله مخې :  دغو کسانو  د محرم الحرام  دمياشتې   دعزا دارۍ  په مراسمو ، دولتي مقاماتو او  په اسلام اباد کې دامريکا دسفارت په ګډون  په مهمو  ودانيو دبريد نيت درلود.

د ايران دخبري آژانس دخبرله مخې : دغه پنځه تنه   دنړيوال جنايي پوليسو په همکارۍ  دمتحده عربي اماراتو  په  دوبۍ ښارکې  ونيول شول  او په يوه ځانګړې الوتنه کې د پاکستان لاهور ښار ته  وليږدول شول.

د يادونې وړ ده چې د جهنګوي د تروريستي ډلې مشر ملک اسحق له خپلو دوو  زامنو او يوولسو تنو نورو سره   دروان کال دزمري  په مياشت کې   دپاکستان په پنجاب ايالت کې  د يوې وسله والې  جګړې په بهيرکې  ووژل شو.

لښکرجهنګوي په تيرو کلونو کې  دسپاه صحابه  په نامه پيژندل کيده او ويل کيږي  چې له طالبانو او القاعده سره اړيکې لري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته