کابل -باختردوږي دمياشتې ١٢ :
ټاکل شوى ده دموتاى د ورزش نړيوالې سيالۍ سبا په روسيه کې پيل شي .
دالمپيک دملي کميټې درسنيو مسوول عارف پيمان باختراژانس ته وويل: دغه سيالۍ دسلو ورزشکارانو ترمنځ په روسيه کې دروان کال دسپټمبر دمياشتې له دريمې نيټې څخه پيل اوتريوې اوونۍ پورې به دوام وکړي .
دپيمان دڅرگندونوله مخې، په دغو سياليو کې له افغانستان څخه پنځه تنه ورزشکاران ، يو ښوونکى، يو حکم او يو هيئت ګډون کړي دي. دوه کاله مخکې دافغانستان دموتاى ورزشکارانو وکولاى شول دسپينو زرو يو مډال او دژيړو دوه مډالونه خپل هيواد ته وګټي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ