پنځلس طالبان په هلمند کې ووژل شول
کابل / د چنګاښ ٤مه / باختر
پنځلس طالبان په هلمند کې دهوايي ځواکونو په نويو بريدونو کې ووژل
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه او نن سهار د هلمند په ګرشک او نهرسراج ولسواليو کې هوايي بريدونه وشول.
د ځانګړوعملياتو قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي په دغو هوايي بريدونو کې د دغې ډلې د سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ١٥ وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ نورټپيان شول.
دغه قول اردو وايي په يادو هوايي بريدونو کې د وسله والو طالبانو درې پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه يووړل شول.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې: پوځيانو په هلمند کې د ٢٣ ښخ کړاى شويو ماينونو په کشفولو د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماينونو د ښخولو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
ذ