پنځلس طالبان په هلمند کې ووژل شول

٦- لښکر ګاه/ د مرغومي / باختر
پنځلس وسله وال طالبان په هلمند کې په هوایی بریدونو کې ووژل شول.
په دغو طالبانو تېره شپه د لښکر ګاه ښار ته څېرمه او د ناوې او نهرسراج په ولسوالۍ کې د دوی په پټنځایونو بریدونه وشول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، دغو طالبانو د پوځیانو پر پوستو د برید لپاره راټول شوي ووچې هوایی قوتونو پر دوې برید وکړ.
د هلمند پولیسو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وایی چې په دغو هوایی بریدونو کې پنځلس وسله وال طالبان ووژل شول او د دوی پټنځایونه له ټولو جنګي وسایلو سره لمنځه لاړل.
طالبانو تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ویلي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته