جلال اباد / دوري /۱۶/ باختر
پنځلس وسله وال طالبان په ننګرهار کې د پوځیانو په بریدونو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو نن سهار هغه وخت د حصارک ، خوږیاڼیو او شیر زادو په ولسوالیو کې د ځمکې او هوا له خوا بریدونه وشول چې په ډار اچوونکو فعالیتونو بوخت وو.
د ننګرهار یوه امنیتي مقام باختر اژانس ته وویل چې په دغو بریدونو کې پنځلس وسله وال طالبان ووژل شول .
د دغو نښتو وروسته د طالبانو یوه اندازه جنګي وسایل د پوځیانو لاس ته ورغلل.
پای/ سعیده
11 د یوې دقیقې څخه لږ