پنځلس طالبان په زابل کې ووژل شول
کابل / د غبرګولي١۴مه / باختر
د طالبانو ١۵ غړي په زابل کې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريدونو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو نن سهار د شهرصفا او د شاه جوی ولسواليو په مربوطاتو کې هغه وخت بريدونه وشول چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو بريدونو کې ١۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم ج-ا