امنیت

پنځلس طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل / د زمري٢مه / باختر
پنځلس وسله وال طالبان پرون د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې ووژل شول.
د٢٠٩شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه هوايي بريد د بلخ د کلدار ولسوالۍ په جوی حديد سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوې غونډې ترسره شو چې په پايله کې١۵وسله وال طالبان ووژل شول.
رضايي زياته کړه چې په دغه بريد کې ۵ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوی جنګي وسايل هم له منځه يوړل شول.
پای \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته