پنځلس طالبان په بغلان کې ووژل شول
کابل / د غبرګولي١۲مه / باختر
پنځلس وسله وال طالبان تېره شپه په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې دغه وسله وال طالبان د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو پر پوستو د يرغل په وخت کې ووژل شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دغو عملياتو کې ۴ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى څو سنګرونه او جنګي وسايل ويجاړ کړای شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج –ا