پنځلس زره کورني دڅښاک له اوبو څخه ګټه اخلي
دبدخشان ولايت دفيض آباد ښار دبلند آبه د اوبو رسولو په شبکې کار په بيړه دوام لري.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، ددغې پروژې کار چې يوه مياشت مخکې پيل شوې و، ټاکل شوى ده په نږدې راتلونکې کې بشپړ اوګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
دبدخشان ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس پيرمحمد يفتلي باختر آژانس ته وويل: دغه پروژه ديونيسف ادارې په مرسته دڅه دپاڅه شپږومليونو افغانيوپه لګښت دکليو دبياجوړولو او پراختيا د رياست لخوا دفيض آباد ښار په پنځمه ناحيه کې تطبيقيږي.
په شمال ختيځ زون کې ديونيسف دپروژو دڅارنې مسوول سيد عبدالرحمن وايي: ددغې شبکې روغتيايي اوبه له ژورې څاه څخه تامينيږي او دپنځه ويشتو مترو په واټن کې يوه زيرمه جوړشوې ده چې يو سلو پنځه ويشت مکعب مترو اوبو ظرفيت لري.
يفتلي وويل: دغه شبکه دپنځلس زره کورنيو دڅښاک اوبه تامينوي او دپنځه مکعب متر و اوبو په طرفيت بله زيرمه دشايق شهيد په ليسه کې جوړه شوې ده چې دوه زره پنځه سوه تنو زده کوونکو ته اوبه برابروي. ددغې ليسې مدير وايي: دشايق شهيد ليسه د اوبو دکمښت له پلوه له زياتو کلونو څخه له ستونزو سره مخامخه وه چې په ښوونځى کې د اوبو زيرمې په جوړولو سره به د زده کونکو ستونزې په دايمي ډول لرې کړي.
د ولايتى شورا ديو غړى دڅرګندونو له مخې: سر بيره پردې چې په دې پروژې کې څه دپاڅه دوه زره تنو ته دکار زمينه برابريږي، دسيمې د اوسيدونکو د اوبو ستونزه هم لرې کيږي.