پنځلس تنه ياغي طالبان په هلمندکې ونيول شول .
کابل- باختر د تلې ٦
په هلمند ولايت کې دپوځي عملياتو په بهيرکې پنځلس تنه ياغي طالبان ونيول شول .
باختر اژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: په دغو وسله والو طالبانو نن سهار د واشير ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يو پټنځي کې چې دتروريستي بريدونو په طرحه کولو بوخت وو؛ دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ونيول شول .
ناټو وايي چې دغه عمليات له تروريستي بريدونو سره ديو مرسته کوونکى دنيولو په موخه پيل شوى و، خو ددغې پيښې په بهير دې په ساحه کې نه و.
ويل کيږي چې په دغو پوځي عملياتوکې په لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکي اوچاوديدونکي مواد هم ترلاسه شوى دى .