هرات باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه :
پنځلس تنه وسله وال طالبان پرون دهرات ولايت په چشت شريف ولسوالۍ کې ووژل شول.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان ددغه ولايت دچشت شريف ولسوالۍ په سربيشه کلي کې له افغان پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول.
فرهاد زياته کړه چې په دې نښته کې اته تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او دوه تنه افغان پوځيان هم شهيدان او څلور تنه نورټپيان شوي دي.پاى ع ذ