پنځلس تنه وسله وال طالبان په غزني کې و وژل شول .

کابل باختر –د زمرۍ دمياشتې ٢٧
د وسله والو طالبانو د ډلې د دريو تنو قوماندانو په ګډون پنځلس تنه وسله وال طالبان په غزني ولايت کې د ځانګړو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دغزني دوالي ويندوى نبي جان دباختر آژانس خبريال ته وويل :
وسله والو طالبانو تيره شپه غوښتل دغزني ولايت دزنه خان ولسوالۍ په دولتي تاسيساتو بريد وکړي ، چې دافغان امنيتي ځواکونو دګډو عملياتو له امله د طالبانو د دريو تنو قوماندانانو په ګډون پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول
او د دښمن يوه اندازه سپکې او درندې وسلې دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
نبي جان زياته کړه ، د دغو عملياتو په بهير کې د زنه خان ولسوالۍ زياته ساحه ددښمن له شتون څخه پاک شوه او امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .