پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول
کابل – باختر د وږي دمياشتې ٨
په غزني ولايت کې ١٥ تنه وسله وال طالبان تېره شپه له امنيتي ځواکونو سره د جلا جلا جګړو په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړې د غزني ولايت په دوو ولسواليوکې ونښتې چې له امله يې ٤١ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د غزني ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر اسدالله انصافي د باختر آژانس خبريال ته وويل: جګړې د قره باغ او د ګيرو په ولسواليوکې ونښتې چې په بهير کې يې ١٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٤١تنه نوريې ټپيان شول.
خبرځاى وويل: په وژل شويو کسانو کې د طالبانو د ډلې څو تنه سرګروپان هم شامل دي.
انصافي زياته کړه: طالبانو د ګيرو ولسوالۍ د نيولو لپاره پراخ عمليات پيل کړي و چې د امنيتي ځواکونو د مقاومت له امله د سر د روند زيان په زغملو سره تيښتې ته اړ شول.
ده ټينګار وکړ چې د ګيرو ولسوالۍ په جګړه کې افغان هوايي ځواکونو د امنيتي ځواکونو ملاتړ کاوه.