امنیت

پنځلس تنه طالبان په تخارکې ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتې١٥نيټه :     
پوځيانو د بهارک ولسوالۍ مهمې سيمې ونيولې.
دتخارولايت د ملي امنيت رئيس ډاکتر ګلستان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې پوځيانو د تيرې شپې په بريدکې وسله والو طالبانو ته د سردروند زيان اړولى  دى.
ده زياته کړه: په دې نښته کې د وسله والو طالبانو د دوو تنو سيمه ييز قوماندانانو په ګډون ۱۵ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۲۵ تنه نوريې ټپيان شول.
ګلستان زياته کړه چې د وسله والو طالبانو ډلې څه موده مخکې د کندز له ولايت څخه په بهارک ولسوالۍ بريد وکړچې پوځيانو له خپلو سنګرونو څخه په شا شوي وو.
ويل کيږي اوس ګډو امنيتي ځواکونو دبهارک ولسوالۍ دامنيت دتامينولو لپاره يوه پنځوس کسيز قطعه جوړه کړې ده خو په دغې ولسوالۍ کې د وګړنيو پاڅوونکو يو قوماندان وايي: اوس هم وسله وال طالبان دسپين جومات او خروټو په کليوکې د خلکو په کورونوکې پټ شوي دي او پوليسو کور په کورپلټنه پيل کړې ده.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته