پنځلس تنه طالبان په بدخشان کې ووژل شول
کابل – باختر دلړم دمياشتې ٦
د وسله والو طالبانو د ډلې د څلورو تنو قوماندانانو په ګډون ١٥ تنه طالبان د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
سيمه ييز مقامات وايي چې په وژل شويوکسانو د طاهر يولداش په ډلې پورې اړوند چيچيني او ازبکستاني اتباع شته.
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي نن غرمه د باختر آژانس خبريال ته وويل: د څلورو تنو قوماندانانو په ګډون ١٥ تنه وسله وال طالبان ددغه ولايت د وردوج ولسوالۍ د صوفيانو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهير کې ووژل شول .
ده زياته کړه: په وژل شويو طالبانوکې چيچيني اتباع او د طاهر يولداش د تروريستي ډلې افراد هم شته.
احمدزي وويل چې د دغو عملياتو په بهير کې اووه تنه نور طالبان نيول شوي دي.