امنیت

پنځلس تنه تروريست طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
پنځلس تنه ډار اچوونکي طالبان د بغلان ولايت په ډنډ غوري کې د امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتوکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ملي اردو ځواکونو د وسله والو طالبانو له شتون څخه د بغلان ولايت د ځينو سيمو د پاکولو په موخه د دغه ولايت په مربوطاتوکې د نويد (١) په نامه ګډ عمليات چې له امله يې د بغلان ولايت د ډنډ غوري سرخ کوتل په کلي کې ١٥ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول او په ډنډ غوري کې د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د نومول شوي قاضي محسن په ګډون ٨ تنه نور تروريستان ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته