امنیت

پنحه زره څلور سوه ګرامه هيروئين له ليږدونکي سره يې په پروان کې ترلاسه شول .

کابل باختر د مرغومي نهمه :
پنځه زره څلور سوه ګرامه هيروئين ډوله نشه يي توکي دپروان ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دمديريت دپوليسو له خوا کشف او ليږدونکي يې ونيول شو .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول  دباختراژانس خبريال ته وويل دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې دمديريت ځواکونو دعملياتو په ترسره کولو سره پنځه زره څلور سوه ګرامه هيروئين دتخار ولايت  دکلفګان  ولسوالۍ داوسيدونکي اسماعيل  په نامه له يوه مشکوک سره  کله يې چې  دغه مواد دتخار له ولايت څخه دننګرهار ولايت ته دليږدونې په مقصد په خپل بدن کې ځاى پرځاى کړي و ونيول.
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه مشکوک  دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې دځواکونو له خوا دپروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ دګلبهار ددرې لارې په ساحه کې ونيول شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته