خبرونهامنیت

پنجشېر کې یوشمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط شوي

کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د پنجشېر امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې نن د یوشمېر ډول ډول ناچاودو مهماتو او وسلو د کشف او ضبط کېدو خبر ورکړی دی.

د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند عابدالله عقاب فاروقي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې دغه وسلې او مهمات د یاد ولایت په شتل او آبشار ولسوالیو کې د پولیسو په یو لړعملیاتو کې کشف او ترلاسه شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغو وسلو او مهماتو کې د هاوان ګولۍ، تانک، پیکا، داشکې او ۵ ډزې تومانچې شاملې دي.

د یادونې وړده، چې د افغانستان اسلامي امارت دفاعي او امنیتي ځواکونه غواړي، چې یاد ولایت له وسلو او مهماتو پاک او اوسېدونکو ته یې ښه امنیت برابر کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته