خبرونهاقتصادټولنه

پنجشېر کې سږ کال نږدې ۳ ټنه شات را ټول کړل شوي

کابل، د وږۍ ۲۵ مه، باختر

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د روان کال په بهیر کې د ۲.۷ ټنه شاتو د تولید خبر ورکړی دی.

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري فضل الله دیوبندي د باختراژانس خبریال ته ویلي چې سږ کال په پنجشېر کې ۲.۷ ټنه شات ترلاسه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، په دغه ولایت کې د مچیو د روزنې ۴۳ کوچني او لوی فارمونه موجود دي چې په کې ۷۹۳ صندوقونه ایښودل شوي دي.

د نوموړي په وینا د پنجشېر په فارمونو کې ایټالیايي او قفقازي مچۍ شتون لري چې اوس په دغو فارمونو کې نږدې زرکسان په کاربوخت دي.

د یادونې وړ ده، چې پنجشېر د مناسب اقلیم او هوا او ډول ډول ګلانو په لرلو سره د شاتو په تولید کې د هېواد په کچه شهرت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته