خبرونهاقتصادټولنه

پنجشېر کې سلګونو کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې

کابل، د غوایي ۲۵مه، باختر
د پنجشېر ولايت په عنابه ولسوالۍ کې د ۲۵۰ کيلوواټه په ظرفيت د يو ترانسفرمر په فعالېدو سره ددغې ولسوالۍ ۳۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې .
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د مرستیال والي ملا شاه ملنګ روح الله ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت به د هېواد د آبادۍ هراړخیز پلانونه د ولایتونو په کچه ګام په ګام پلې کړي.
ورته مهال د پنجشېر برېښنا رييس انجنير شعيب نظري وويل چې دغه ترانسفرمر د ۲ ميليونه او ۵۰۰ زره افغانيو په لګښت د دغه ولايت د عنابه ولسوالۍ په زمانکور کلي کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو، چې پرمټ یې ۳۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوې ده.
بل لورته د زمانکور کلي اوسېدونکي دوی ته د برېښنا په برابرولو خوښ دي او د دا ډول نورو پورژو د پلې کولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته