خبرونهاقتصاد

پنجشېر کې سلګونو بزګرانو ته سپینه سره وېشل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۵ مه، باختر

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ ریاست د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې په مرسته د دغه ولایت په مرکز بازارک کې ۸۰۰ بزګرانو ته سپینه سره ووېشله.

د یاد ریاست مشر قاري فضل الله دیوبندي ویلي د وېش په دغه پروګرام کې یې هر بزګر ته یوه بورۍ سپینه سره ورکړې ده.

نوموړي ویلي، چې د کرنیزو توکو د وېش له دغې پروسې څخه یې موخه د دغه ولایت کرنیز سیستم پیاوړي کول دي.

 د یاد ولایت بزګران د اسلامي امارت له دغه ډول مرستو خوښ دي او د ورته امکاناتو د لاډېرولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته