پنجشېر کې د یوه کانال د کیندلو چارې پیل شوې

کابل، د لړم ۱۹مه، باختر

د پنجشېر ولایت په ابشار ولسوالۍ کې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کانال د کیندلو چارې پیل شوې دي. 

د ابشار ولسوال مولوي محمد علي حق شناس د باختراژانس خبریال ته ویلي، چې دغه کانال د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د ۲ میلیونه ۸۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي، چې په مرسته به یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي. 

ورته وخت کې د آبشار ولسوالۍ اوسېدونکو، په ځانګړي ډول کروندګرو، د دې پروژې هرکلی کړی او څرګنده کړې یې ده، چې د کانال په ګټې اخیستنې سره به د دوی د کرنې لپاره غوره امکانات برابر شي او دوی ته به د کرنیزو محصولاتو تولید کې ښه زمینه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته