پنجشېر کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

کابل، د غوایی ۲۵ مه، باختر

د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن په دغه ولایت کې د کتاب نړیوالې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتو جوړ کړ.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نصرالله ملک زاده د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې په دغه ولایت کې د یاد ریاست له لوري د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شوی چې په کې ۴۰۰۰ ټوکه کتابونه نندارې وړاندې شوي.
ملک زاده زیاته کړې چې په دغه نندارتون کې د بیهقي کتاب خپرولو ریاست دوه غرفې هم ایښودل شوې دي.

هغه د ټولنې له وګړو څخه غوښتي چې کتاب لوستل خپل فرهنګ وګرځوي او په دې برخه کې به هغوی خپلې هڅې ونه سپموي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست په استازيتوب مولوي محمد یحیی صلاح خبرې وکړې او ویې ویل چې د هېواد په نورو ولایتونو کې به هم دا ډول پروګرامونه جوړ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته