پنجشېر کې د والیبال خزاني سیالۍ پای ته ورسېدې
کابل، د لیندۍ ۲۱ مه، باختر
د پنجشېر د بدني روزنې او سپورټ مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د والیبال خزاني سیالۍ د عنابې ولسوالۍ د ځوانانولوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د پنجشېر د بدني روزنې او سپورټ مسوول مولوي عبیدالحق ظهیرباخترآژانس ته ویلي، چې دغه سیالۍ په درېیو اوونیو کې د یاد ولایت جنګلک بازار په لوبغالي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې د عنابې ولسوالۍ د ځوانانو لوبډلو په بریا پای ته ورسېدې.
د نوموړي په وینا په دغو سیالیو کې د عنابې د ځوانانو لوبډلې لومړی، د پریان لوبډلې دویم او د بازارک لوبډلې درېیم مقام خپل کړی دی.
د یادو سیالیو موخه د اسلامي امارت له نظام څخه ملاتړ بلل شوی دی.
د یادونې وړده، چې د یادو سیالیو په پای کې ګټونکو لوبډلو ته مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.