کابل د زمري ۲۹مه، باختر
د پنجشېر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو په حاصلاتو کې ۳۲ سلنه لوړوالی راغلی دی.
د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري فضل الله دیوبند د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۷ زره ۳۰۴ جریبه ځمکه غنم کرل شوي، چې ۲۵ زره ۶۸۵ مټریک ټنه غنم ترلاسه شوي، چې د تېر کال په پرتله یې په حاصلاتو کې ۳۲ سلنه لوړوالی راغلی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د یادو حاصلاتو د ډېروالي اساسي لامل کروندګرو ته په وخت د خدماتو وړاندې کول، د اصلاح شویو تخمونو وېش او کروندګرو ته د کیمیاوي سرې ورکول او په دغه ولایت کې د کرنې معیاري کېدل په ګوته کړي دي.
ورته مهال د یاد ولایت یو شمېر کروندګر د خپلو ځمکو څخه د ترلاسه شویو غنمو له حاصلاتو له ډېروالي خوښ دي او له دولت څخه یې غوښتنه کړې تر څو د کرنې په برخه کې ورسره د اصلاح شویو تخمونو مرستې وکړي.