خبرونهاقتصادټولنه

پنجشېر کې د صنعتي پارکونو جوړلو طرحه نهايي شوې ده

کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر

د پنجشېر د صنعت او سوداګرۍ ریاست په دغه ولایت کې د صنعتي پارکونو جوړولو طرحې د نهايي کولو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریيس مولوي امین الحق صاحبي ويلي چې د یادې طرحې له مخې به صنعتي پارکونه په مرکز بازارک او پریان، حصه او عنابه ولسواليو کې جوړ شي.

د نوموړي په خبره هغه سیمې هم مشخصي شوي، چې د چمتو شوې طرحې له مخې به په کې صنعتي پارکونه جوړېږي.

صاحبي زیاته کړې، چې د صنعي پارکونو جوړولو د مالي ملاتړ په موخه يې له سیمه ییزو چارواکو، د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو او بهرنیو ډونرانو سره خبرې کړي او د هغوی د همکارۍ ډاډ يې ترلاسه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشېر والي هم په دغه ولایت کې د صنعتي پارکونو په جوړولو ټینګار کړی او په دې برخه کې د ګړندیو هڅو ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته