پنجشېر؛ څه باندې ۲ زره قیراطه زمرد د ۵۶ زره او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت وپلورل شول

کابل، د مرغومي ۲۵ مه، باختر
د پنجشیرد کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو نن د دغه ولایت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلور خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت ویاند سیف الدین لټون باختر اژانس ته ویلي، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۲ زره ۱۳۳ قيراطه زمرد د ۵۶ زره ۶۰۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
د یادونې وړ ده، ، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته