پنجشېر؛ د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو يوه ډله د درملنې په موخه د افغاني سره میاشتې مرکز ته وروپېژندل شوه

کابل، د سلواغې ۳ مه، باختر
د پنجشېر د افغاني سرې مياشتې ټولنې مسوولینو ويلي چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ۱۲ ماشومانو یوه ډله یې د درملنې په موخه د افغاني سره میاشتې مرکز ته ورپېژندلي دي.
یاد ولایت د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس عبدالرحمن کلانتري باختر اژانس ته ویلي چې دغه ماشومان به د یاد مرکز له لارې د کابل داخلي روغتونونو ته د درملنې په موخه ولېږدول شي.
د یادونې وړ ده چې د افغاني سرې میاشتې له لوري سږ کال سلګونه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د هېواد داخلي روغتونونو ته د درملنې په موخه ورپېژندل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته