پنجشیر: د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جامع جومات د جوړېدو چارې پیل شوې
کابل، د لیندۍ ۱۵مه، باختر
د پنجشیر ولایت په لومړۍ حصه ولسوالۍ کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جامع جومات د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د پنجشیر والي، حافظ محمد آغا حکیم، د یاد جومات د بنسټ ایښودلو په مراسمو کې وویل: “دا جومات د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د سیمهییزو اوسېدونکو لپاره جوړېږي.”
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروژې د کیفیت په خوندیتوب کې هر اړخیزې هڅې کېږي.
د پروژې د مسئولینو په وینا، دغه جومات به په ۲۰۰ متر مربع ځمکه په یو پوړ کې جوړ شي، چې د عصري تشنابونو، شنو ساحو، او نورو اړینو ملحقاتو ترڅنګ به د لمونځ کوونکو لپاره ګڼې اسانتیاوې ولري.
هېره دې نه وي، چې دغه جومات به په یو وخت کې د ۲۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.