خبرونهسیاستټولنه

پل علم  ښاروالۍ د خپلو یو کلنو د کړنو راپور حساب له رسنیو سره شریک کړ

کابل، د غوايي ۲۷مه، باختر

د پل علم ښاروالۍ  د تېر ۱۴۰۲ کال د کړنو، لاسته راوړنو، راټول شوي عوایدو او مصرف شوي بودجې پر تړاو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

پل علم ښاروال مولوي محمد اسحق سعید وویل، چې تېر ۱۴۰۲ کال کې له بېلابېلو برخو څخه څه باندې ۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې د تېر کال په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښیي.

سعید له دولتي ادارو، ښاریانو او اصنافو څخه وغوښتل، چې د عوایدو د ټولولو، قرضونو د ورکړې او صفایي د ټکسونو د تحویلي برخه کې د پل علم ښاروالۍ سره پوره همکاري وکړي ترڅو د ښاریانو د لا هوساینې په موخه پروژې پلي کړي.

د ولایت مرستیال والي مولوي انور الدین پرور په چارو کې د شفافیت شتون د اسلامي نظام بنسټ بولي او زیاتویي، چې د ښار د پراختیا او ولس د هوساینې برخه کې به ولایتي اداره له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونکړي.

ها خوا دیني عالم مولوي عبدالبصیر، پرځان بسیاینې برخه کې په عایداتي ادارو کې د شفافیت شتون پورې تړلي بولي او زیاتوي، چې باید ټولې ادارې او خلک په یاده برخه کې پوره هڅه وکړي او له عایداتي ادارو سره د همکارۍ لاسونه ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د تېرکال په لړ کې د نورو چارو ترڅنګ د لوګر ښاروالۍ له خوا ۷ پروژې پلان شوي و، چې له ډلې یې د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۵ پروژې پلي شوي او دوه نور یې د یو شمېر ستونزو له کبله پاتې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته