کابل د زمري ۲۱ مه، باختر
پل علم ښاروالۍ د ۱۴۰۳ کال د لومړۍ ربعې د کړنو، لاسته راوړنو، راټول شويو عوایدو او روانو چارو پر تړاو راپور خپور او ولس ته حساب ورکړی.
د پل علم ښاروال مولوي محمد اسحق سعید ویلي، چې د ۱۴۰۳ کال لومړیو درېیو میاشتو په لړ کې له بېلابېلو برخو څخه نږدې ۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي او دغه راز له تېر کال څخه د پاتې شاوخوا څلور بنسټیزو پروژو چارې هم بشپړې شوي، چې په راتلوونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د غونډې په لړ کې د ښاروالۍ ریاست اړوند د تخنیکي او سکتوري چارو مدیر انجنیر عبدالقادر ستانکزي د ترسره شویو چارو، لاسته راوړنو، د ښاري تنظیم، سرسبزي او پلې شويو پروژو پر تړاو د پرزنټېشن له لارې هراړخیز مالومات وړاندې کړل او د روان ۱۴۰۳ کال لپاره د پنځو نویو پروژو د تدارکاتي چارو له بشپړېدو څخه هم خبرورکړ.
نوموړي زیاته کړه، چې د پل علم ښار د عمومي سړک چې د ۱.۲ کیلو متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري، د پخولو د ارزیابي چارې هم بشپړې شوي، چې د روان کال په جریان کې به یې چارې بشپړې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پل علم ښاروالۍ له لوري په تېرو درېیو میاشتو کې ۱۰۰۵ قطعې بېلابېل جوازونه وېشل شوي او دغه راز د ښار د پاکولو او پارکونو او ونو د خړوبولو سربېره له پل علم ښار څخه هر ورځ شاوخوا ۴۵ متر مکعب کثافات راټول او ټاکل شوې سیمه کې له منځه وړل کیږي.
18 1 دقیقه لوستل