پلورل شوى ماشوم په بغلان کې د خپلې مورغيږې ته ستون کړى شو
کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٤
اته ورځنى بغلاني ماشوم بېرته د خپلې مور له مهربانۍ ډکې غيږې ته ستون کړى شو.
دغه ماشوم پلاريې د بې وزلۍ او تنګيسا له امله د پور په بدل کې په ٢٣ زرو او ٥٠٠ افغانيو پلورلى و.
ددغه ماشوم مور مينا چې درې ماشومان هم لري؛ دباختر آژانس له خبريال سره د خبرو په ترڅ کې وويل: زما زوى د پلورنې اصلي علت وزګارتيا او بې وزلي وه او ميړه مې د پور په بدل کې زما ماشوم وپلوره.
کله چې د پور خاوند زما د ماشوم د بيولو لپاره له خپلې ميرمنې سره راغى؛ زوى مې شيدې خوړلې خو په ډيرې بې رحمۍ سره يې زما ماشوم د خندا په کولو سره له ما څخه بوته.
ميرمن مينا په داسې حال کې چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې او ژړل يې؛ ويې ويل: لاس او پښې او ژبه مې له حرکت څخه لويدلې وې او له څو ورځو وروسته زما د ماشوم په بېرته ستنولوکې د سيمې يوه مخور رول درلود، خو د بغلان ولايت د استيناف محکمې د جزا د ديوان غړي قضاوتمند رحمت الله نوري د باختر آژانس له خبريال سره په خبروکې دغه عمل د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي يوه برخه وبلله او د ماشوم پيريدونکي يې چې د دغه تاوتريخوالي د زمينې برابرونکي دى؛ دمجازاتو مستوجب وباله.
په همدې مقصد د ژورناليستانو د اتحاديې څو تنه غړي نن د بغلان ولايتي روغتون ته ورغلل او خپله وينه يې وپلورله او د هغو د پيسو له راټولو وروسته يې دغه پيسې د دغه ماشوم مور او پلارته ورکړې.