پلخمري کې د والیبال سیالۍ د بغلان برېښنا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
کابل، د لېندۍ ۱۲ مه، باختر
د بغلان سپورټ آمریت او والیبال فدراسیون په همغږۍ د رویان د لوړو زده کړو موسسې له لوري د ۱۶ ټېمونو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د بغلان برېښنا په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د بغلان د بدني روزنې او سپورټ آمر قاري محمد امیر امیري وویل، چې دغه سیالۍ د لېندۍ په څلورمه پیل شوې وې او ۸ ورځې یې دوام وکړ چې فاینل ته د دوشي ولسوالۍ او بغلان برېښنا ټېمونو لاره پیدا کړه او په پایله کې د بغلان برېښنا لوبډله وتوانېده چې ۳/۲ میدانونو په ګټلو سره د دوشي ټیم ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.
امیري زیاته کړه چې د دې سیالیو څخه موخه د لوبغاړو هڅول او د والیبال لوبې وده او پراختیا وه.