پلازمېنه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې
کابل، د لړم ۱۱مه، باختر
کابل ښاروالۍ په پلازمېنه کابل ښار کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچينې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د ښار اړوند ۱۱مې ناحیې د څوارلسم ګذر په شتل سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې دغه سړک چې ۴۴۰ متره اوږدوالی او ۷.۶ متره سور لري، د لښتیو په ګډون به یې د جوړولو چارې د ۳ میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي او ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.
په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د لومړۍ ناحیې په دویم ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
دغه سړک د لښتي په ګډون ٥٦٠ متره په اوږدوالی او له ٥ څخه تر ٥.٧ متره سور لري، چې د جوړېدو چارې به يې په ۳ مياشتو کې بشپړې شي.