پر کاغذي غوښتنلیکونو د پاسپورټ د ورکولو لړۍ وځنډول شوه

کابل، د سلواغې لومړی نېټه، باختر

د پاسپورټ عمومي ریاست پر کاغذي غوښتنلیکونو د پاسپورټ د ورکړې لړۍ د ځنډېدو خبر ورکړی دی.

دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یخ موسم، د مراجعینو لپاره د بشپړو اسانتیاوو د نه شتون، د مراجعینو د ګڼې ګونې، د پاسپورټ ریاست ته نږدې سیمې اوسېدونکو ښاریانو د شکایت او ستونزو له امله د اوس لپاره په کاغذي عریضو د پاسپورټ ورکړه بنده ده.

یاد ریاست زیاته کړې چې یوازې له آنلاین لارې راغوښتل کېدونکو مراجعینو او د عاجلو ناروغانو په شان سختو اړمنو کسانو ته پاسپورټ ورکول کېږي.

سرچینې ټینګار کړی چې په پلان کې لري په ټولو ولایاتونو کې د کار د ظرفیت لوړولو تر څنګ، په ځانګړي ډول په شپږ زونونو کې د پاسپورټ د وېش کار لا نور چټک او دغه راز په پلازمینه کابل کې د پاسپورټ د وېش د څلورو نورو څانګو پرانیستل هم تر کار لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته