امنیتTOP

پر کابل ښار بریدونه او د ښاریانو اندېښنې

کابل / د لیندۍ لومړۍ / باختر

نن پر کابل ښار د توغندیو بریدونه وشول. همدارنګه په دوو ځایونو کې بمي چاودنې هم وشوې. د ښار فضا کړکېچنه او خلک وارخطا ښکاري. د ښار د امنیت په اړه د خلکو کلکې اندېښنې راپارېدلې دي.

د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:

کابل ښاریانو نن سهار بیا د ډزو او چاودنو په غږونو پيل کړ. سهار مهال د ښار په ختیځه او همدارنګه جنوبي برخو کې د چاودنو غږونه واورېدل شول او بیا پر ښار د توغندیو بریدونه پیل شول.

د ړومبنیو رپوټونو له مخې؛ ۱۴ توغندي له یو سوزکي ډوله موټره چې په تهیه مسکن سیمه کې ولاړ و، توغول شوي دي. توغندي د ښار پر بېلابېلو سیمو لګېدلي دي. ړومبني رپوټونه جوتوي چې ۱۱ تنه په شهادت رسېدلي او یو شمېر نور هم ټپيان شوي دي. پر ښار، چې له ګڼې ګوڼې ډک دی، هر راز برید او په تېره بیا د توغندیو برید د ترهګرۍ تر ټولو کرغېړنه بڼه ده.

که څه هم د ترهګرۍ په اړه په نړیواله کچه یو واحد تعریف نشته او هر څوک دا کرغېړنه پدیده له خپل لیدلوري او د خپلو ګټو په رڼا کې تعریفوي، خو یو تر ټولو ساده او عامه فهمی تعریف یې دا دی چې  ترهګري د بې ګناه خلکو وژل دي. د دغه تعریف په اړه ټول یوه خوله دي او په دې برخه کې اجماع شته. په نننیو بریدونو کې ټول عادي او بې ګناه خلک وژل شوي دي. داسې خلک وژل شوي دي چې له سیاست سره هېڅ راز تړاو نه لري، نه سیاست کوي، نه پرې پوهېږي، نه ورسره مینه او لېوالتیا لري. دوی عادي خلک وو او د ځان او کورنۍ لپاره یې یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پيدا کوله. د زېرمینې پر سر چاودنه کې داسې ځوانانو خپل ژوند بایلود چې د انارو جوس یې خرڅاوه. دا ترهګري ده او که څوک کوښښ کوي کوم بل نوم ورکړي، کوم بل تعبیر ورکړي، دا به پر واقعیتونو د خاورې له اړولو پرته کوم بل مفهوم ونه لري. دا ترهګري ده او د ترهګرۍ تر ټولو کرغېړنه بڼه ده او باید وغندل شي او په ککله وغندل شي.

غندل د دغو ترهرګریزو پېښو یو اړخ دی؛ بل مهم اړخ یې دا دی چې د کابل ښار امنیت ولې داسې ګډوډ دی؟ اصلي پوښتنه هم دا ده چې ولې اړوندې ادارې نه شي کولای د دغه راز پراخو ترهګریزو بریدونو مخه ونیسی؟ په یوځل پر ښار ۱۴ توغندي توغول کېږي، د ښار له دننه توغول کېږي، مرګ ژوبله اړوي، ډار او وحشت خپروي؛ خو اړوندې ادارې یې په مخنیوي کې ناکامې دي. که موږ ووایو چې دا د ترهګرو کار دی او د غندلو دی او داسې دي او هسې دي؛ نو دا کوم ځای نه نیسي. د ترهګرو کار او کسب هم دا دی. له هغوی د ښه کار تمه کول ښایي ځان تېروتنه وي. اصلي مسوولیت هغو ادارو ته ځیر دی چې په دې برخه کې کار کوي.

ښایي دا هم عادلانه نه وي که وویل شي چې اړوندې ادارې سم کار نه کوي، هغوی کار کوي، شپه او ورځ کار کوي، قربانی ورکوي؛ د هغوی په کار او زیار، تعهد او ژمنیتا کې هېڅ شک نشته؛ ولې په سیستم کې نیمګړتیاوې شته چې باید په ګوته کړای شي او د لرې کولو لپاره یې اغېرمن تدابیر په پام کې ونیول شي.

ښاریان ډاډمن امنیت غواړي او اړوندې ادارې باید د هغوی دا هیله او ارمان پوره کړي.

پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته