سیاستخبرونهاقتصادTOP

پر هغو هټۍ والو او کسبګرو ثابته مالیه معاف شوه، چې کلني فروشات يې تر ۲ میلیونه افغانیو پورې رسېږي

کابل، د غبرګولي ۱۰مه، باختر

د مالیې وزارت نن په پلازمېنه کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال پر هغو اصنافو (هټۍ والو او کسبګرو) د ثابتې مالیې د معاف کېدو اعلان وکړ، چې کلني فروشات یې تر ۲ میلیونه افغانیو پورې رسېږي. 

د یاد وزارت سرپرست ملا محمد ناصر اخوند په دغه غونډه کې وویل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر بنسټ هغه هټۍ وال او کسبګر، چې کلني فروشات یې تر دوه میلیونه افغانیو پورې وي، د ثابتې مالیې له ورکړې څخه په بشپړه توګه معاف دي او له دې پورته فروشات لرونکو اصنافو او کسبګرو څخه د (۰،۵) سلنه ثابتې مالیې پر ځای، (۰،۳) سلنه مالیه اخیستل کیږي.

نوموړي زیاته کړه، چې تېر کال هم د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر بنسټ د صنعت کارانو مالیه له ۴ سلنې څخه ۲ سلنې ته راټیټه شوه، چې دا ولس ته د اسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې د اسلامي امارت ژمنتیا په ډاګه کوي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یاده غونډه کې وویل چې د اصنافو استازیو به د اسلامي امارت مسئولینو سره په لیدنو کې د مالیې د کمښت او تخفیف غوښتنه کوله، چې عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) ولس او اصنافو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره د مالیې د معافیت او تخفیف په اړه حکم ورکړ.

حنفي همدارنګه وویل چې د دې حکم پر بنسټ تر دوه میلیونو افغانیو پورې د اصنافو د فروشاتو مالیه په مطلق ډول معاف ده او له دې پورته اندازه فروشاتو څخه یوازې (۰،۳) مالیه اخیستل کېږي او دا حکم د ۱۴۰۳ کال له پیل څخه د تطبیق وړ دی.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم په یاده غونډه کې وویل چې د اسلامي امارت له لوري د مالیاتو د کمښت پالېسي یو دیانت دی او دا کار له ولس څخه د بوج لرې کولو په موخه تر سره کېږي.

په همدې حال کې د اصنافو د خونې رئیس شیرین آغا سخي وویل چې د اصنافو د ثابتې مالیې د معافیت او تخفیف په اړه د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله، د ځانګړي حکم هرکلی کوي او اصنافو ته د اسانتیاوو برابرولو برخه کې یې ستر اقدام ګڼي.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې ادارې پرمهال اصناف په کال کې د ۱۵۰ زره افغانیو فروشاتو په صورت کې د مالیې په ورکړه مکلف وو او د هرو سلو زرو افغانیو په بدل کې به یې حکومت ته ۱.۵سلنه مالیه ورکوله، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د مالیې د ورکړې دغه کچه ۰.۵ سلنې ته راټیټه شوه او له دې وروسته به اصناف یواځې په هغه صورت کې په هرو سلو زرو افغانیو ۰.۳ سلنه مالیه ورکوي، چې فروشات يې په کال کې تر ۲ میلیونه افغانیو لوړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته