پر ملکي وګړو فشار؛ صهیونستانو فلسطینیانو ته د خان یونس سیمې د پرېښودو امر کړی
نړۍ، د سلواغې ۴ مه، بهرنۍ رسنۍ
غزه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې اوچا ویلي، چې اسرایلي پوځیانو په خان یونس کې د دغې سیمې ۹۰ زره اوسېدونکو او شاوخوا ۴ سوه او ۲۵ زره بې ځایه شویو خلکو ته د ۴ کیلو متره مربع ځمکې د پرېښودو امر کړی دی.
اسرایل په داسې مهال غزه کې ملکي وګړي تر فشار لاندې نیسي، چې ځواکونو یې وروستیو کې له سختو ماتو سره مخ شوي او ډېری سیمو کې شاتګ ته اړ کړل شوي دي.
دغه راز د غزې په لر او بر کې ملکي وګړي د خوړو، پاکو اوبو او سرپناه په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي او یوه لویه برخه یې له سختې لوږې سره مخ دي.
غزه کې د روانې جګړې په تېرو درې نیمو میاشتو کې شاوخوا ۲۵ نیم زره فلسطینیان شهیدان شوي او نږدې ۷۰ زره تنه ټپیان دي.