پر صهیونستانو د مزایلو باران؛ حزب الله پر اسرایلو توغندي توغولي

نړۍ، د کب ۸ مه، بهرنۍ رسنۍ

د الجزیرې خبري شبکې فلسطین څانګې نن سه شنبې هغه ویډیو خپره کړې، چې په کې لیدل کېږي، د لبنان حزب الله ډلې تازه پر اسرایلو شاوخوا ۴۰ توغندي توغولي دي.

دواړو لوریو هم اسرایلو او هم د لبنان حزب الله دغه توغندیز بریدونه تایید کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د لبنان حزب الله ډله په روانه جګړه کې د فلسطیني جهادي ډلو د ملاتړ لپاره وخت ناوخت پر اسرایلو بریدونه کوي او وروستیو څو ورځو کې د دواړو اړخونو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته