خبرونهټولنه

پر زرګونو راستانه شویو هېوادوالو د ملک سلمان خیریه بنسټ د مرستو د وېش بهیر پیل شو

کابل، د مرغومي ۱۲مه، باختر

د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز، د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ او همغږۍ، نن پر ۵۵۰۰ راستنو شویو کورنیو د خوراکي توکو د وېش بهیر پیل کړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص، په کابل کې په همدې مناسبت جوړه شوې خبري غونډې ته وویل چې دغه خوراکي توکي چې اوړه، وریجې، لوبیا، بوره، خرما او غوړي په کې شامل دي؛ پر ۵۵۰۰ راستنو شویو کورنیو چې د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستنې شوې دي؛ وېشل کېږي.

مولوي خالص، د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له مرستو د مننې ترڅنګ، د افغانستان له خلکو سره د دغه بنسټ د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ د شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د خوراکي توکو ۵۵۰۰ بستې به د مرکز په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر راستانه شویو هېوادوالو ووېشل شي.

تر دې وړاندې هم یاد بنسټ په دوو پړاوونو کې له شاوخوا ۵۰ زره کورنیو سره چې د زلزلې او نورو طبیعي آفتونو له امله زیانمنې شوې وې؛ بشري مرسته کړې وه چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ پر یادو کورنیو ووېشل شوې.

په همدې حال کې، دوو راستانه شويو هېوادوالو چې مرسته یې ترلاسه کړې؛ له اسلامي  امارت په ځانګړې توګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې او مرستندویو بنسټونو د مرستو په خاطر د مننې ترڅنګ، د دغه شان مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

ویل کېږي چې د ترکیې سرې میاشتې ټولنې بشري مرستې هم د هرات له لارې هېواد ته رارسېدلې او ټاکل شوې ده یوه برخه یې د دغه ولایت پر زلزلې ځپلو او نور یې د تورخم او سپین بولدک له لارو پر راستانه شویو هېوادوالو ووېشل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته