خبرونهنړۍ

پر رفح ښار د برید به اړه د امنیت شورا ناسته؛ اسرایلي کابینه د جګړې پر درولو توافق کړی

نړۍ، د غبرګولي ۸مه، بهرنۍ رسنۍ

نړیوالو رسنیو د ځینو ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله نن سه شنبې ویلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسرایلو له لوري پر رفح ښار د زورورو بریدونو په اړه د بندو دروازو ترشاه ناسته کوي.

ورته وخت کې د اسریالو ۱۲ شبکې خبر ورکړی، چې د صهیونستي رژیم جنګي کابینه رفح کې د جګړې پر درولو سلاح شوي دي.

د اسرایلو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ښایي د دغو بریدونو پر ځای د بندیانو تبادلې ته لومړیتوب ورکړي.

صهیونست رژیم ته د خطر زنګ؛ لومړی او دفاع وزیرانو همغږي له لاسه ورکړې.

وروستیو کې د غزې د جګړې له امله د اسرایلو پر مهمو چارواکو نیوکې زیاتې شوي او تازه ځینو اسرایلي رسنیو راپور ورکړی، چې لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او دفاع زیر بني ګانتز له یو بل سره خبرې نه کوي او له ۱۵ ورځو راهیسې د روانې جګړې او د چارو همغږي نه لري.

ورته وخت کې د اسرایلو پخواني لومړي وزیر پر نتانیاهو د نیوکې ترڅنګ ویلي، چې د نوموړي کابینې ماتې خوړلې او د دولت او د اسرایلو د راتلونکي لپاره ګواښ دی.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته