ټولنه

پر درې سوه زیانمنو شویو کورنیو د غوړیو مرستې وویشل شوې

 میدان ښار د وری دمیاشتی ١٢ باختر
د میدان وردګو ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې له لورې په مرکز میدان ښار کې درې سوه زیانمنو شویو کورنیو سره د غوړیو مرسته وشوه.
د مرستې ویش لړۍ نن دطبیعي پیښو پر وړاندې دچمتوالي اداره کې د والي  حیات الله حیات له لورې پیل شوه.
حیات له مرسته کوونکي هیوادونو څخه مننه وکړه، چې په افغانستان کې یې د طبیعي پیښو ځپل شویو کورنیو سره خپلې مرستې کړي.
د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې رییس  نجیب الله په وینا میدان وردګو ولایت ته پنځه دیرش زره لیتره غوړي انتقال شوي، چې په مرکز او ولسوالیو کې د طبیعي پیښو زیانمنو شویو ته په واک کې ورکول کیږي.
هغه وویل ، چې ولسوالیو ته یې هم د مرستې غوړې انتقال کړي او نن یې په میدان ښار کې درې سوه کورنیو ته وویشل ، چې په خبره یې هرې کورنۍ ته شپږ لیتره غوړي ورکول کیږي.
د مرستې ترلاسه کوونکو هم خوښي وښوده او وویل، چې ډیری یې په سختو حالاتو کې د ژوند شپې ورځې تیروی او لا نورو مرستو ته هم اړتیا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته