سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

پر خپل ځان عریضه؛ امریکا د بشري حقونو د نقض په برخه کې نوی ریکارډ جوړ کړ

کابل، د سلواغې ۷ مه، باختر

تبصره

د امریکا متحده ایالات، چې په نړیواله کچه د انسان وژنې او بشري حقونو د نقض په برخه کې ډېر مخکښ دی، پرون یې حکومت د دغه هېواد په الاباما ایالت کې پر قتل مجرم پېژندل شوی یو کس، چې ۵۸ کاله عمریې درلود، په بې رحمه ډول د نایتروجن ګازو څخه په استفادې اعدام کړی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې مجرم کس څو ځلې د دغه ډول اعدام د لغوه کولو غوښتنه کړې وه، خو په نورې نړۍ کې د بشري حقونو مدافعینو او خپل هېواد کې د بشري حقونو نقض کوونکو یې اعتراض ته غوږ نه وه نیولی.

د واشنګټن له لوري د دغه ډول اعدام ترسره کول ګڼې پوښتنې راولاړوي او تر ټولو مهمه یې داده، چې دوی ولې په نورو هېوادونو په خانګړي ډول اسلامي هېوادونو کې له الهي اصولو سره سم د اعدامونو مخالفت کوي او په خپل هېواد کې د پروني اعدام په شان بې رحمانه کار ترسره کوي.

خو دا معلومه خبره ده، چې دوی ته خپلې ګټې تر بل هر څه مهمې دي او د دغو ګټو د ترلاسه کولو لپاره هر کار کوي.

نو د دوی دغه ډول کړنو ته په کتو نور هېوادونه په ځانګړي ډول اسلامي هغه باید خپلې ګټې په نظر کې ونیسي او د اسلامي نظامونو په چوکاټ کې هغه څه ترسره کړي، چې الله (ج) او رسول الله (ص) ویلي دي.

امریکا او ځینې نور هېوادونه چې په خپله د بشري حقونو نقض کوي او ځینو نورو ته بیا د بشر حقونو د ساتلو سپارښتنې کوي، باید پوه شي، چې هر هېواد د خپل رسمي دین د ارشاداتو له مخې اصول لري او هېڅکله باید مداخله ونکړي.

دوی ملامت نه دي او د تاریخ په اوږدو کې د انساني حقوقو د نقض په برخه کې نوم لري، دوی هماغه خلک دي، چې افغانستان کې یې زرګونه بې ګناه کسان په شهادت ورسول او په ګڼو نورو اسلامي او غیرې اسلامي هېوادونو کې یې خلک وزورول.

د اسلام مبارک دین د هرجرم په مقابل کې د ځانګړو حدودو او اصولو په چوکاټ کې سزا لري، نه دا چې یو مجرم دې په دا ډول بې رحمه توګه اعدام شي.

راپورونه وایي، چې امریکا کې دغه اعدام نیم ساعت وخت نیولی او مجرم کس همدومره موده د اعدام پر ځانګړې تختې تړل شوی وه او لاس او پښې یې وهلې، چې دا د ټولو انساني حقوقو خلاف عمل دی او د نړۍ هېوادونه، ملګري ملتونه او د بشر حقونو مدافع سازمانونه باید د دغه ډول بې رحمه سزاګانو مخه ونیسي، هغه سزاګانې، چې د اسلام مبارک دین یې سخت مخالفت کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته